امنیت

دملي دفاع وزارت ويندوى: د انديپندنت رپوټ څيړل کېږي

کابل _ باختر دکب دمياشتي اتمه :
دملي دفاع وزارت ويندوى جنرال عظيمي د انديپندنت ورځپاڼې د فبروري  د مياشتې د ٢٤ نيټې د رپوټ په اړوند چې ګنې  په امنيتي ارګانونوکې فساد شتون لري؛  باختراژانس ته داسې وويل: دملي دفاع وزارت ددغه وزارت دپلټنې، کشف او استخباراتو او د حقوقو رياستونو ته امر کړى دى چې موضوع دې په جدي ، دقيقه او مشخصه توګه په هلمند ولايت او دغه راز د ملي اردو په ټولو قطعاتو اوجزوتامونو کې وڅيړي او په سملاسي ډول دې د وزارت مقام ته رپوټ وړاندې کړي .
  جوته وه چې ددغه شان  عملونو د شتون په صورت کې به عاملين له پوځي قوانينو سره سم،  دمحکمو له لارې تر جدي څارنې لاندې  ونيول شي .
سره له دې چې د ملي اردو قطعات او وجزوتامونه د اړوندو ارګانونو له لارې په دايمي توګه ترکنترول او څارنې لاندې دي؛ خو تراوسه پورې ددغه شان عملونوپه باب کوم رپوټ په واک کې نه لرو، سره له  دې هم يوځل بيا په قضيه په دقيقه توګه وڅيړو .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته