امنیت

په خوست کې د يوه ځانمرګي بريد له امله ٢٧تنه ملکي وګړي شهيدان شول

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٢
په خوست ولايت کې د يوه ځانمرګي بريد له امله ٢٧ تنه ملکي وګړي شهيدان او ١٠ تنه نور ټپيان شول .
دغه بريد پرون ناوخته د خوست هوايي ډګر ته څېرمه د لکڼو په کلي کې هغه وخت ترسره شو چې يوه ځانمرګي يرغلګر د ګن شمېر ملکي وګړو ترمنځ ځان وچاوه.
د خوست ولايت يوه امنيتي خبرځاى دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې بريد کې ٢٧ تنه ملکي وګړي شهيدان او ١٠ تنه نور ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه: يرغلګر يوې امنيتي پوستې ته له رسيدو مخکې ځان د ګڼ شمېر ملکي وګړو ترمنځ وچاوه.
د خوست په يوه روغتون کې ډاکترانو د دغې پيښې د څه ناڅه څلورو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب وباله .
تر اوسه پورې د دغه مرګانى بريد مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى، خو د خوست پوځي قوماندان وايي چې دغه بريد د طالبانو د ډلې له خوا شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته