کابل/ باختر/ د زمري ۱۳ مه
طالبانو په سرپل کې په يوه صحرايي محکمه کې د يوه ړانده بزګر سرغوڅ کړ.
دغه بزګر دوې اوونۍ مخکې وتښتول شو او په پاى کې کليوالو د هغه سر غوڅ کړى شوى مړى پرون په سانچارک ولسوالۍ کې ترلاسه کړ.
د پېښې شاهدان وايي چې دغه بزګر له هغه وروسته د طالبانو له لوري وتښتول شو او سر يې غوڅ کړى شو چې دغې ډلې ته يې د جزيې له ورکولو څخه ډډه وکړه .
د سرپل يوې امنيتې سرچينې باختراژانس ته وويل، چې د دغه بزګر سرغوڅ کړى شوى مړى نن د هغه کورنۍ ته وسپارل شو.
سرچينې زياته کړه، چې طالبانو په ښکاره د جزيې له ورکړې څخه د دغه بزګر د ډډې کولو په دليل دهغه سرغوڅ کړ .
د هېواد ځينې سيمې د وروستيو کلونو په بهير کې د وسله والو طالبانو له لوري په ډزو سره د هغو بزګرانو د وژنې ډګر دى چې دغې ډلې ته يې د جزيې له ورکړې څخه ډډه کړې ده .
ختم_ ف_ اکرم
0 1 دقیقه لوستل