ټولنه

دفراه _ قندهار لويه لاره دترافيکوپرمخ تړلې ده

کابل باختر د سلواغې دمياشتې ٦ : 
دفراه دوالي  محمد آصف ننګ پرخلاف  داعتراضونوپه دوام سره يوشمير خلکو دفراه _ قندهار لويه لاره تړلې ده .
يو تن اعتراض کوونکى  غلام رسول فراهي باخترآژانس ته وويل :  ترهغه وخته پورې چې  ښاغلى ننګ  له دندې ګوښه نه شي دوى به دغه لاره دتر افيکو پرمخ   خلاصه نه  کړي.
دده دڅرګندونوله مخې ؛ دفراه والي   ددغه ولايت  دبيا رغاوني او پرمختګ په برخو کې  کوم اقدام نه دى ترسره کړى.
فراهي وويل :اعتراض کوونکي ددغه ولايت له يوشميرمشرانوسره دننګ دچلند له امله  خوشحاله نه دي  او وايي  چې هغه  دغو مشرانو ته سپکاوى کړى دى .
اعتراض کوونکي دغه رازپه دې باور لري  چې دفراه دګمرک دعوايدو په ګډون   ددغه ولايت عوايد   دفراه ولايت دبيا رغاونې لپاره نه دي کارول شوي .
د فراه ولايت سيمه ييزو مسوولينو سره  له پر له پسې اړيکو سره سره په دې باب ځواب ورکولو ته حاضر  نه شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته