امنیت

د هېواد په بېلابېلو سیموکې د ۲۸ ډار اچوونکو وژل کېدل

کابل / باختر/ د کب د میاشتې ۸ مه
د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په تېرو۲۴ساعتونو کې۵  ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات، ۶۹ځانګړي کوماندویي دندې او ۱۳هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو په ځالو او د هغو د له منځه وړلو په موخه د هېواد په بېلابېلو سیموکې وکړل او د افغانستان هوایي ځواکونو، د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه ۱۵۷ الوتنې ترسره کړې چې په پایله کې  ۲۸تنه وسله وال ډار اچوونکي ووژل شول، ۷ تنه یې ټپیان او یو تن ونیول شو .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه عملیات د هوایي ځواکونو په ملاتړ د ننګرهار، خوست، غزني، پکتیا، ارزګان،  هرات، سرپل، بغلان، فاریاب او د هلمند ولایتونو په مربوطاتو کې ترسره شوي دي.
دغه راز د دغو عملیاتو په بهیرکې د دښمن دوه موټر او دوه موټرسایکلونه لاسته راغلي او د هغوی یو موټر، د مهماتو درې ډیپوګانې، درې تونلونه، د ماین جوړولو یوه کارخانه، دوه پټنځایونه او ۲۰ تیرکشونه له منځه وړل شوي او ۱۷ ماینونه کشف او شنډ کړای شوي دي.#
پای – ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته