ښوونه او روزنه

نړيوال بانک له حرفوي او مسلکي تعليماتو سره مرسته کوي.

کابلباختردثور٢١
دحرفوي او مسلکي زده کړو له برخې سره د ملا تړ په خا طر د پنځه پنځوسو مليو نو ډالرو وړيا مرستې موافقه ليک نن په داسې حال کې چې د پوهنې وزير ډاکتر فاروق وردګ حاضر و د ماليې د وزارت اونړيوال بانک ترمنځ لاسليک شو.
دباختراژانس دخبر له مخې ، نړيوال بانک دغه پيسې د افغانستان دمهارتو نو دپرمختيا ،ددويمې پروژې دتمويلولو لپاره د افغانستان د ماليې وزارت په واک کې ورکوي.
دماليې وزير ډاکتر عمرزاخيلوال ددغه موافقه ليک له لاسليک کولووروسته وويل موږ د حرفوي تعليماتو د برخې د پراختيا په خاطر د نړيوال بانک د مالي او تخنيکي مرستو له ا مله قدرداني کوو اوتر اوسه پورې د افغانستان د مهارتو نو د پرمختيا دپروژې په سترو برياليتوبونو کې د ادارې او منجمنت د ملي انستيتوت جوړول د افغانستان دموسيقي د ملي انستيتوت احيا کول او بيا فعالول و، دغه راز په کا بل کې د ړندو له ښوونځى څخه ملا تړ شا مل دى.
دغه راز په دې مراسمو کې دپوهنې وزير فاروق وردګ خبرې و کړې او زياته يې کړه د حرفوي ښوونځيو مسلکي فارغان ز موږ د هيواد  په صنعتى برخه کې د اغيزمن کاري ځواک  درا منځته کولو ضمانت کوي چې د نړيوال بانک له مرستو څخه په استفادې سره کولاي شو زياتو ځوانانو ته دحرفوي او مسلکي تعليما تو زمينه برابره کړو
د افغانستان لپاره د نړيوال بانک ددفتر سرپرست الانکو يچيموتو څرګنده کړه، دغه بانک ژمن دى چې په مهمو برخو او په تيره بيا د بيوزلۍ د له منځه وړلو او ددغه هيواد د اقتصادي ودې په برخو کې دبدلون په لسيزه کې هم خپل ملا تړ ته دوام ورکړي .
اوس د حرفوي او مسلکي تعليماتو د هيئت په چوکاټ کې دوه سوه اووه پنځوس ښوونځي او انستيتوتونه ثبت دي او په دغو مرکزونو کې دنجو نو  اوهلکا نو په ګډون څه ناڅه اووه زره تنه تر حرفوي اومسلکي زده کړو لاندې دي
د افغانستان د مهارتونو  دپرمختيا لومړنۍ پروژه د نړيوال بانک په مالى او تخنيکي مرسته بشپړه شوې ده .
ددغې پروژې په تطبيق سره په ټوليزه تو ګه اتلس زره تنه حرفوي او مسلکي زده کړې کوي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته