امنیت

په تخار کې دانسان تښتوونکو دډلې دمشر نيول کيدل .

کابل باختر  دليندۍ لومړي نيټه :
په تخار ولايت کې ديوې انسان تښټوونکي ډلې مشر  دپوليسو له خوا ونيول شو .   دتخار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند عبدالخليل اسير باختراژانس ته وويل دانسان تښتوونکې ډلې مشر حفيظ الله چې دتخار ولايت داشکمش ولسوالۍ اوسيدونکى دى درې مياشتې مخکې يې دورسج ولسوالۍ يو اوسيدونکي داشکمش  له لارې څخه تښتولى و چې دسيمې دمخورو اوسپين ږيرو  په هلوځلو او داته سوه زرو افغانيو په بدل کې هغه ازاد کړى و دپوليسو دهلوځلو له امله ونيول شو .
اسير زياته کړه چې نيول شوي سړي په لومړنيو تحقيقاتو کې په خپل جرم اعتراف کړى او له هغه څخه  يوکلاشينکوف او يوه اندازه پوځي وسايل هم ترلاسه شوي دي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته