امنیت

په ريشخور کې ديو ماين دچاودنې له امله ديوشپانه پښه غوڅه شوه .

کابل باختر د ثور شلمه :
دکابل ښار په اوومې ناحيې پورې اړوند دريشخورو په ساحه کې نن دماين دچاودنې له امله يو شپون ټپي شو .
  دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ  دمطبوعاتي دفتر مسوول د باختراژانس خبريال ته وويل دغه ماين چې له تيرو کلونو څخه په ساحه کې پاتې و او يو شپون  چې شل کلن ځوان دى دخپلو پسونو دپيولو  په وخت کې په سيمه کې په ښخ کړى شوى ماين وخوت او ټپي شو او خپله يوه پښه يې له لاسه ورکړه .
دغه پيښه په داسې حال کې رامنځته کيږي چې دماين پاکولو څو موسسې په کابل او ولايتونوکې فعاليت کوي او زيات شيمر سيمې يې له ماين څخه پاکې اعلام کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته