کابل باختر دليندى نولسمه :
په نورستان ولايت کې دناتو دجنګي الوتکو په هوايي بريدونو کې دوسله والو طالبانو دډلې دشپږو قوماندانانو په ګډون دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
په نورستان ولايت کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه بريدونه تيره شپه دنورستان ولايت دوانت، وايګل ولسوالۍ په نيش ساحه کې ترسره شول چې له امله يې دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول . ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونوله مخې په وژل شويو کسانوکې دقوماندان عبدالمالک ، دالقاعده شبکې دقوماندان مومن چې دماين په جوړولو کې مهارت لري او دوسله والوطالبانو دډلې دښوونې او روزنې دبرخې دمسوول تراب ، بصير ، سرور ، او ابراهيم په ګډون دوسله والو طالبانو دډلې شپږ تنه مشهور قوماندانان شامل دي .
2 1 دقیقه لوستل