سیاست

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او حزب اسلامي افغانستان د مرکچي پلاوو ترمنځ د سولې توافقلیک د لاسلیکولو په اړه ګډه اعلامیه میزان ۱۳۹۵- کابل

-کابل باختر د تلې لومړى :

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او حزب اسلامي افغانستان د مرکچي پلاوو ترمنځ د سولې توافقلیک د لاسلیکولو په اړه ګډه اعلامیه میزان ۱۳۹۵- کابل
د (( والصلح الخیر)) د مبارک آیت څخه په پېروۍ او د سولې عالي شورا په منځګړیتوب، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او حزب اسلامي افغانستان، نیږدې دوه کاله وړاندې سولې ته د رسیدو په موخه د مذاکراتو پلاوي وګومارل.
یاد پلاوي، چې له دې وروسته له دوی څخه د (د دواړو لوريو) په نوم یادونه کیږي خپل مذاکرات د اسلام د مبارک دین د حکمونو په رڼا کې، د هیواد ملي ګټو ته د لومړيتوب په ورکولو او وفادارۍ، د افغانستان د خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه په ګډه د دفاع کولو پر ارزښتونو باندې باور، تل پاتې سولې او ټولنیز عدالت ته د خبرو اترو او پوهاوي له لارې د لاس رسي پر امکان د اعتماد درلودلو په ترڅ کې پای ته ورسول.
د دواړو لوریو تر منځ خبرې اترې د ټینګې سیاسي ارادې، پوره زغم، ریښتوالئ، د لهجې صراحت او د دوه اړخیزه باور په فضا کې تر سره شوې.
دواړو لوریو د خبرو اترو په ترڅ کې د پرمختګونو له جریان څخه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د حزب اسلامي افغانستان مشرتابه په دوامداره توګه خبر ساتل او د دوی له مدبرانه او سوله پالونکو لارښوونو څخه برخه مند وو.
په دې ترتیب د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د حزب اسلامي افغانستان مرکچي پلاوي د ستر څښتن (ج) څخه د شکر په اداینې د توافقلیک د منځ پانګې په اړه د نظرونو په اتفاق ، پوره خوښۍ او سرلوړۍ سره نن ورځ اعلاموي چې:
1. د سولې د توافقلیک د تسوید په اړه د خبرو اترو بهیر په بریالیتوب سره پای ته ورسید.
2. د سولې د توافقلیک مسوده چې د ګټورو او له ښه نیت څخه د برخه مندو خبرو اترو په پایله کې لاسته راغلې نن ورځ د سولې عالي شورا د مشرتابه په شتون کې د دواړو لوریو د مرکچي پلاوو لخوا لاسلیک شوه.
3. د سولې د توافقلیک متن به د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني او د حزب اسلامي افغانستان قدرمن امیر ګلبدین حکمتیار تر لاسلیک کیدو وروسته رسماً نافذیږي.
4. سولې او ثبات ته د هیواد د جدي اړتیا په نظر کې نیولو او سولې ته د افغانستان د درست ملت هیله مندۍ ته په احترام سره دواړه لوري ځانونه ژمن بولي چې د توافقلیک د نافذ کیدو او اجرایوي کیدو بهیر به په تر ټولو نیږدې راتلونکي کې بشپر کړي.
5. دواړه لوري د سیاسي ډلو، نړیوالې ټولنې په ځانګړي توګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړو هیوادونو، په کابل کې د میشتو بهرنیو سیاسي نمایندګیو، د سولې عالي شورا مشرتابه په خاص ډول جناب عالیقدر پیر سید احمد ګیلاني د یادې شورا رئیس چې د دې توافقلیک د لاسلیک په برخه کې یې مؤثرې هلې ځلې کړي، همدارنګه هغه افراد او سیاسي ډلې چې سوله راوړنکي بین الافغاني نوښتونه یې کړي او د افغانستان د خلکو ترمنځ یې د سوله ایز ژوند په رامنځته کولو، د سولې د خبرو اترو په پرمختګ او د تعهداتو د عملي کولو په برخه کې هڅې او کوښښونه کړي مننه او قدرداني کوي.
6. دواړه لوري له هغو ډلو څخه چې لا تر اوسه د جګړې پر دوام ټینګار کوي غواړي چې د دې خبرو اترو له بریالیتوب څخه پر الهام اخیستلو خپلې سیاسي ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.
7. دواړه لوري هیله مند دي چې د ملګرو ملتونو سازمان، اروپايي اتحادیه، د اسلامي هیوادونو د کنفرانس سازمان، د سیمې هیوادونه او نور نړیوال بنسټونه د سولې د توافقلیک له لاسلیک کیدو سره سم له هغې څخه په کلکه ملاتړ وکړي. ترڅو په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګیدو بهیر نوي او هیله بښونکي پړاو ته ور داخل شي.
8. د دواړو لورو مشران به په خپله لومړنۍ لېدنه کې، د توافقلیک د ټولو مادو د محتویاتو په خاصه توګه د ۴، ۸، ۱۳، او ۱۸ مې مادې په اړه مفصل بحث او خبرې اترې کوي
و من الله التوفیق
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته