امنیت

په افغانستان کې دجګړه مارانو دنهو سيمه ييزو قوماندانانو نيول کېدل

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ٥ :
دجګړه مارانو نهه تنه سيمه ييز قوماندانان په افغانستان کې  دافغان اوناټو دځواکونو دعملياتو په بهيرکې ونيول  شول.
دغه قوماندانان چې ويل کېږي دطالبانو په ډلې  اوحقاني په  شبکې پوري اړه لري  تيره شپه او نن سهار  دقندهار دپنجوايي ، دهلمند دنهرسراج ، دننګرهار دروداتو ، دپکتيا دځاځيو اودغزني داندړو ولسواليو په مربوطاتو کې نيول شوي دي.
باختراژانس دناټودخبرپاڼې  له خولې  خبر راکړ په دغو قوماندانانو  په پټنځايونو کله چې ديولړ تروريستي بريدونو په سازمان ورکولو بوخت و دافغان اوناټو دځواکونو له  خوا بريد وشو اوونيول شول.،
ناټو وايي ددغو عملياتو په بهيرکې ددغو قوماندانانو ديرش تنه افراد هم نيول شوي دي .
په همدي حال کې سيمه ييز مقامات وايي چې دحقاني دشبکې اودطالبانو ددغو قوماندانانو نيول دخلکو په امنيت   اومصوونيت  مثبته اغيزه لري .
ددغو عملياتو په بهيرکې  نښتې هم شوي دي او څو تنو ياغيانو ته مرګ  ژوبله اوښتې ده.
په خبرپاڼه کې ددغو عملياتو په بهيرکې دافغان اوناټو دځواکونو اوملکې وګړو دسرداحتمالي زيان په باب څه نه دى ويل شوي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته