سیاستخبرونهTOP

د افغانستان اسلامي امارت لوړ رتبه پلاوي په قطر کې د مسلمانانو عالمانو د اتحادیې له مشر سره وکتل

کابل/ د سلواغې ۲۶ مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت لوړ رتبه پلاوي د قطر په مرکز دوحه کې د یوې ځانګړې بلنې او ماښامنۍ پر مهال په یوه پرتمینه غونډه کې د مسلمانو عالمانو د اتحادیې له مشر، غړو او د کوربه هېواد له یو شمېر نوموتو او مخورو عالمانو سره وکتل او پر مهمو موضوعاتو یې خبرې وکړې. په دې کتنه کې د مسلمانو عالمانو اتحادیې  مشر شیخ دوکتور احمد الریسوني د اسلامي امارت د پلاوي هر کلی وکړ او په افغانستان کې د نوي اسلامي حکومت د راتګ مبارکي یې ورکړ. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د پلاوي په مشرۍ دغه رابلل شوې غونډه د علماء کرامو لورېینه او نېک بختي وبلله او بلنه یې ورکړه چې نظرونه، مشورې او ملاحظې ورسره شریکې کړي. د غونډې برخوالو مشرانو علماء کرامو پخپلو ویناوو کې په افغانستان کې د نوي حکومت کورنۍ او بهرنۍ پالیسي وستایله او له اسلامي ارشاداتو سره مطابق یې وبللـه، دوی زیاته کړه چې نوي حکومت د عمومي عفوې په ابتکار سره د سترو ځاني، مالي او اجتماعي مشکلاتو مخه ونیوله. علماء کرامو د افغانستان اسلامي امارت پلاوي ته ګڼې توصیې وکړې او د افغان ولس د دیني، تعلیمي، اجتماعي، مسلکي او اقتصادي ظرفیتونو د لوړېدو په برخو کې یې مشورې ورکړې. دغه پرتمینه غونډه د افغانستان او ټول مسلمان امت د ابادۍ او سوکالۍ لپاره د اوږدې دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته