کابل / دکب ٢٥مه / باختر :
دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروګرام له لارې په فارياپ کې د پستې سلګونه نوي بڼونه جوړوي.
د کرنې او اوبولګولو وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروګرام د دغو بڼونو د جوړولو لپاره د زيرې يوسلو پنځوس کيلوګرامه تخم، د نخودو سل کيلوګرامه تخم، د هينګ شپيته کيلوګرامه تخم، او د پستې يوه زياته اندازه تخم او پلاستيک د پښتونکوټ، خواجه سبز پوش، شيرين تګاب، قيصار، ګرزيوان او د کوهستان ولسواليو او ميمنې ښار پر يوشمېر بزګرانو ووېشه.
دکرنې او اوبو لګولو وزارت د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې په فارياب کې د پستې حاصلاتو د رواجولو لپاره يې سلګونه بزګران روزلي دي.
ختم _ ج _ اکرم