امنیت

وسله والو طالبانو غزني ښار ته دجاغوريو او مالستان داوسيدونکو دتګ راتګ خنډ کېږي

کابل باختر د مرغومي اتمه :
دچاغوريو او مالستان دولسواليو اوسيدونکي وايي طالبان غزني ښار ته ددغو دوو ولسواليو  داوسيدونکو دتګ راتګ مخنيوي کوي .
دغزني دولايتي شورا غړې فاظمه رحيمي دباختراژانس  خبريال ته وويل چې له لسو ورځو راپديخوا دجاغوريو او مالستان دولسواليو لارې دغزنې ښار ته تړلې دي اودخوراکي او سوند  توکو بيه په چټکي  لوړه شوې ده اوخلک خپل ناروغان دباميانو له لارې کابل ته لېږدوي چې دغه لاره ستونزمنه او زيات لګښت لري
دى  دغزني له سيمه ئيزو مسوولانو وغوښتل چې دغه ستونزه لرې کړي .
له بلې  خوا دغزني امنيه قوماندان غلام داود تره خيل  ويلي دي چې دلارې دتړلو ستونزې دسيمې داوسيوونکو له خوا لرې شوې دي او غزني ښار ته ددغو دوو ولسواليو لارې پرانستې شوې دي .
  ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته