فرهنګ

په تخارکې د کورنيو توليداتو نندارتون جوړ شو

کابل/باختر/ د زمري١٦مه
د تخار په مرکز تالقانو ښارکې نن د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په وياړ د کورنيو توليداتو نندارتون جوړ شو.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې، د دغه نندارتون د پرانيستلو په وخت کې په داسې حال کې چې يوشمېر صنعتګران، د دولتي ادارو رييسان او ښځې حاضرې وې؛  د تخار سرپرست محمد فريد ذکي وويل چې د دغه نندارتون د جوړولو هدف د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې درناوى او له کورني محصولاتو څخه د استفادې رواجول دي.
هغه له خلکو څخه وغوښتل چې د هېواد او صنتعګرانو د اقتصاد د پياوړتيا لپاره د هېواد له توليداتو څخه استفاده وکړي.
په دغه نندارتون کې د شمال ختيځ زون د څلورو ولايتونو صنعتګرانو خپل توليدات  نندارې ته وړاندې کړي دي او درې ورځې د مينه والو پرمخ پرانيستي دى.
پاىجذ 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته