Uncategorized

په فارياب کې د يوې چاودنې مخه ونيول شوه

۲۷- کابل / د مرغومي ۲۳ مه / باختر
د فارياب پوځيانو په دغه ولايت کې د يوې تروريستي پېښې مخه ونيوله.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند باختر آژانس ته وويل: يوشمېر وسله والوطالبانو تېره شپه غوښتل له چاودېدونکو توکو ډک يو هاموی څخه په استفادې سره د المار ولسوالۍ په مرکز کې د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو بريد وکړي.
خبرځاى زياته کړه: پوځيان د وسله والو طالبانو پر دغه ناوړه نيت خبر شول او د هغوى دغه هاموی هدف ته له رسېدو مخکې وپېژند او له منځه یې يوړ.
ويل کېږي په دې پېښه کې يو طالب وژل شوى او دوه نور یې ټپيان شول.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته