امنیت

د وسله والوطالبانو د ډلې د دوو تنو ايراني جګړه مارانو په ګډون پنځلس تنه وسله وال طالبان په فراه کې ووژل شول .

کابل_  باختر دزمري شلمه :
په فراه ولايت کې دناټو دجنګي الوتکو دهوايي بريدونو له امله  د وسله والو طالبانو د ډلې د دوو تنو ايراني جګړه مارانو په ګډون پنځلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
  په دې بريدکې  چې تيره شپه  ترسره شو؛ دوه تنه  ځانمرګي يرغلګر هم وژل شوي دي .
ويل کيږي چې د وسله والو طالبانو د ډلې يو سيمه ئيز قوماندان  ملا ملوک هم په وژل شويو کسانو کې  شامل دى.
  دفراه ولايت امنيه قوماندان جنرال آقا نور کينتوز باخترآژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د پشت رود ولسوالۍ په برجک سيمه کې په يوه پټنځي کې ديو لړ تروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت ووچې دناټو له خوا هوايي بريد پرې وشو او ووژل شول .
  دپوليسو دغه مقام تاييد کړه چې په وژل شويو کسانوکې د وسله والو طالبانو  د ډلې د دوو تنو ايراني  جګړه مارانو په ګډون دطالبانو يو سيمه ئيز قوماندان ملا ملوک او دوه تنه ځانمرګي يرغلګر هم شامل دي .
خوپه پشت رود ولسوالۍ کې  يو سيمه ئيز مسوول وايي چې  دناټو په دغوبمباريو کې د وسله والوطالبانو د ډلې د څلوروتنوايراني جګړه مارانو په ګډون شل تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ده وويل چې دغو طالبانو د فراه ولايت په ځينو نظامي او دولتي تاسيساتو د هر اړخيز تروريستي بريد د ترسره کولو نيت درلود . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته