سیاست

آلمان په افغانستان کې خپل شتون او مرستو ته دوام ورکوي

کابل/ باختر/ د کب د مياشتې ۱۳مه
اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پرون د افغانستان او پاکستان لپاره د آلمان د فدرالي جمهوريت له ځانګړي استازي مارکس پوتزل سره په سپيدار ماڼۍ کې وکتل.
د اجراييه رياست د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې اجراييه رييس له افغانستان سره د آلمان د سخاوتمندانه مرستو او په دغه هېوادکې د سولې او ثبات د تامينولو په لاره کې د آلمان د قربانيو له امله مننه او قدرداني وکړه .
پوتزل، د افغانستان له حکومت او خلکو څخه په مننې سره په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت او تامينولو او د وروستيو کلونو برياليتوبونو د ساتنې په لاره کې د آلمان د مرستو او شتون ډاډ ورکړ .
په دې کتنه کې دواړو لورو  د انتخاباتو ، د سولې د خبرو او په افغانستان او سيمه کې د وروستيو بدلونونو په باب خبرې اترې وکړې .
ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته