کابل باختر د لړم اوومه :
کابل تيره شپه دلسو بجو په شاوخوا کې دزلزلې دڅو پرله پسې تکانونو ډګر و .
دامريکا دزلزلې پيژندنې دادارې دڅرګندونوله مخې ، ددغې زلزلې مرکز دافغانستان دهندوکش په غرونوکې و .
ددغې زلزلې سختوالې دريکتر په مقياس پنځه اعشاريه اووه درجې اټکل شوى دى . چې دافغانستان شمال لويديځې سيمې او دپاکستان ځينې سيمې لرځولې دي . تراوسه پورې ددغې زلزلې له امله دسراو مال د زيانونو په باب رپوټ نه دي وړاندې شوي .
بايد وويل شي چې مخکې له دې يوې زلزلې دسرزيات زيان او مالي تاوانونه اړولي و ، ددغې زلزلې سختوالې دريکتر په مقياس اووه اعشاريه پنځه درجې وه چې دبدخشان دکران اومنجان ولسوالۍ يې زيانمن کړى و .
0 د یوې دقیقې څخه لږ