امنیت

اته تنه مخالفين ووژل شول .

کابل باختر د ثور ٥

  دافغان ځواکونو په هغو ګډو تصفيوي عملياتوکې چې دهيواد په ځينو ولايتونوکې ترسره شول  اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول يو تن ټپي شو او پنځلس تنه نور ونيول شول .

 دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته  وويل  دکابل ،  ننګرهار ،  پروان ، کندز ، هلمند او دلوګر په ولايتونوکې په دغو عملياتو کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول يو تن ټپي شو او پنځلس تنه نور ونيول شول .

 دغه راز دپوليسو ځواکونو په دغو ګډو عملياتوکې ديوولسو شارژورونو  په ګډون شپږ کلاشينکوفونه ،  يو توغندي ويشتونکي  ، دوه لاسي بمونه ، ددرندو وسلو اته څلويښت ګولۍ ، دولس کيلوګرامه چاوديدونکي توکي ، دتوپ پنځه بکسى سرګلولې ، او نور پوځي وسايل او تجهيزات ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته