کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢٧ :
په کابل کې نن د يوې ترافيکې پيښې له امله د کابل پوهنتون يو استاد شهيد شو .
د باختر آژانس د خبرله مخې:
پيښه نن سهار د پنځو بجو په شاوخوا کې د کابل په يکه توت ساحه کې رامنځته شوه.
يو ګړندى موټر يو تن وواهه او په خپله له ساحې څخه وتښتيد.
دکابل ترافيکو د پيښو آمرسمونيارعبدالشکور صافى وايي: قرباني عبدالجليل نوميده او په کابل پوهنتون کې يې د استاد په توګه دنده ترسره کوله .
پوليس د دغې پيښې د عامل د پيژندلو اونيولو په لټه کې دي.
د يکه توت واټ چې دڅرخي پله او دکابل _ جلال اباد د لويې لارې يوه برخه ده، تل ددغه شان خونړيو ترافيکي پيښو شاهد دى .
په همدې حال کې د کابل ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند بصير مجاهد وايي چې په تيرو ٢٤ ساعتو کې په پايتخت کې ١١ جنايي پيښې ثبتې شوې دي چې يوه يې په قتل پورې مربوطه ده .
دغه قضيې د کابل ښار په نهمه، څلورمه، پنځمه او شپږمه ناحيه او د شکردرې په ولسوالۍ کې رامنځته شوې دي چې په اړوند يې لس تنه نيول شوي دي.
0 1 دقیقه لوستل