سیاست

دولسي جرګې غړو بيا هم ونه کړى شول دمجلس درييس دانتخاب دستونزې غوټه پرانيزي .

کابل باختر د غبرګولي ٢٩مه :
دملت په کور کې  دخلکو استازو نن هم ونه کړى  شول ديوې جنجالي راى په باب تصميم ونيسي اودمجلس  رييس انتخاب کړي .
ټاکل شوې وه دخلکو استازي نن ديوې جنجالي راى د رد اويا باطلولو  په خاطر سري ټولپوښتنه ترسره کړي .
دباختراژانس دخبرله مخې، دملت داستازو غونډه دنورو غونډو په شان له جنجال او اختلاف پرته نه وه، يوشمير په سړي ټولپوښتنې ټينګار کاوه اويوشمير نورو په علني  ټولپوښتنې .
په پاى کې وپتيل شوه :هغه کسان چې علني ټولپوښتنه غواړي علني راى دې ورکړي او هغه کسان چې سري ټولپوښتنه غواړي سري راى ورکړي.
په  همدې حال کې داستازو ترمنځ تاوتريخوالى زيات شو اودجنجالي راى برخليک هماغه شان جنجالي پاتې شو .
څه دپاسه يوه مياشت کېږي چې دخلکو استازي دمجلس درييس دانتخاب پرسر موافقې ته نه دي رسيدلي .
وليدل شي چې دراتلوونکې  شنبې په ور ځ به  په پاى کې  دخلکواستازي په دې اړوند څه وکړي .
  ختم_ عطاالله_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته