امنیت

شپږ وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول .

-کابل / دثور  ١٩مه /باختر :
٦ وسله  وال طالبان په روزګان کې  له پوځيانوسره په جګړه کې ووژل شول .
دغو وسله والو طالبانو تېره شپه  غوښتل په چورې ولسوالۍ او دترينکوت ښار ته څېرمه  په دوو  امنيتي پوستوبريد وکړي .
دهېواد په جنوب کې داتل قول اردو ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره  ويلي دي  چې په دغو وسله والو طالبانو په چورې ولسوالۍ  اودترينکوت ښار ته څېرمه  په دوو پوځي پوستو له يرغل وروسته بريد وشو .
دغه قول اردو مني  چې په دې جګړو کې ٦ وسله وال طالبان وژل شوي او٥ نور ټپيان شوي دي .وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي
ديوبل خبرله مخې، پوليسو دروزګان ولايت ل ګڼ مېشتو لارو څخه د٨ ماينونو په کشفولو سره ديولړ چاودنو مخه ونيوله .
ختم _ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته