ښوونه او روزنه

په هلمند پوهنتون کې د ليليې او خوړنځای د ودانيو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې

لښکر ګاه باختر د وږوي د مياشتې ۲۱ مه
د هلمند ولايت په پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت له خوا د ۳۹ ميليونو افغانيو په لګښت د نجونو لپاره د ليليې او خوړنځای د ودانيو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.
د هلمند والي حیات الله حیات باختر اژانس ته وويل چې دغه ودانۍ د لوړو زده کړو وزارت په بوديجه جوړېږي او شاوخوا ۱۸ مياشتو کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
حیات وويل: هلې ځلې روانې دي چې، هلمند پوهنتون لپاره د نورو ودانيو جوړولو په موخه په روان او راتلونکي کلونو کې بوديجه پېدا او له مخې يې ددې علمي مرکز د ودانيو اړتياوې پوره کړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته