ټولنه

د ښار د واټونو په يوشمېر ګلدانونو کې ګلان کېنول شول

 کابل / د غويي ٢١مه / باختر
کابل ښاروالۍ دکابل ښار ديوشمېر واټونو په ګلدانونوکې دګلانو پنځه زره بوټي کېنول.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو معين داکټر مهتاب  عالمي د ګلانو د کېنولو د کار بهير وکوت او اړوندو مسوولينو ته يې د ګلانو د ايښودلو، د هغو د ساتنې او خړوبولو په اړوند يې لازمې لارښوونې وکړې.
هغه ټينګار وکړ چې مسوولين دې زياتې هلې ځلې وکړې چې د کابل ښار بېلابېلې سيمې ښکلې او سمسورې شي.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته