ټولنه

د جنسيت پربنسټ دتاوتريخوالي روزنيز ورکشاپ جوړ شو

کابل/ د سلواغې١٣مه/ باختر 
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دجندر امريت نن دجنسيت پربنست دتاوتريخوالي  يو ورځنى  روزنيز ورکشاپ جوړ  کړ.
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ؛  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دجندر امري محبوبي سعادت دورکشاپ په پيل کې د تاوتريخوالي او دهغه دلاملونو په اړوند اوږدې خبرې وکړې او ويې ويل ؛  چې د جندر پربنسټ تاوتريخوالي د بشر دحقوقو دنقض يو ډير ستر مورد ، دروغتيا لپاره يو جدي بحران  او د ټولنيزې او اقتصادي پراختيا لپاره يو خنډ دى .
هغې زياته کړه چې په افغانستان کې دنورو هېوادونو په نسبت  دښځو اوماشومانو پر وړاندې تاوتريخوالى مخ په زياتيدو دى  په داسې ډول چې  له هرو پنځو تنوڅخه  څلورو  تنو يې لږ تر لږه يو ډول تاوتريخوالى تجربه کړى دى.
سعادت دتاوتريخوالي درامنځته کېدو مخنيوى او دحل لاره دتبليغاتي پروګرامونو په جوړولو سره  عامه پوهاوى وباله.
فريدې لعلي او نګينې اميري دجنسيت ، جنسيتي عدالت ، تاوتريخوالي  او دهغه دمواردو په اړوند برخه والو ته معلومات ورکړل.
دغه ورکشاپ دافغانستان دظرفيت دلوړولو موسسې په همکارۍ  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دکارکوونکو لپاره دځوانانو دچارو معينيت په مقر کې جوړشو .
پاى ف ذ
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته