امنیت

د هرات دامنيتي خبرو اترو شپږم کنفرانس نن په هرات کې جوړ شو .

کابل باختر د تلې يو ويشتمه :
دامنيتي خبرواترو شپږم کنفرانس نن دملي دولتونو دراتلونکي  دموضوع په باب  په کار پيل وکړ او دوه ورځې به دوام وکړي .
دهرات والي محمد اصف رحيمي ددغه کنفرانس  په پرانستونکى وينا کې دملي دولتونو دراتلونکي په موضوع  سره دهرات  دامنيتي خبرو اترو دشپږمې دورې  دجوړولو هرکلى وکړ .
دهرات والي وويل دهرات دامنيتي خبرو اترو نوې دوره  دملي دولتونو له راتلونکې  څخه د ښه پوهاوى د موندلو په مقصد دعلمي او تخصصي  خبرو په څيړنې سره  پيل شوې دى .  دغه خبرې اترې  دافغانستان په ګډون دهغو هېوادونو دبحران  دحل په خاطر چې په شخړې بوخت دي ډير به  اغيزمن وي .
دهرات دوالي  دڅرګندونوله مخې ،  دلرغونې ځلانده تاريخ  په لرلو سره  دهرات ښار انتخاب  داقتصادي طبيعي منابعو ، بشري ځواک ،  ځوان متخصصو  کدرونو په باالقوه امکاناتو سره  ددغې غونډې داصلي  سيمې په توګه داکادميکي ټولنې او ملي شخصيتونو ترمنځ  دفرهنګي او ټولنيزو فعاليتونو ددغې تمدني او مستعدې حوزې دځانګړې ځاى دتثبيت ښکارندوى دى .
  دهرات والي ټينګار وکړ  چې هرات  دافغانستان  فرهنګي پايتخت ، اقتصادي مرکز او دهېواد  دصنعت يو قطب دى . چې ښه امنيت لري  او له ښه اقتصادي رونق  څخه برخمن دى .
ده  په تيريوکال کې په بنسټيزو او صنعتي برخو کې دڅه دپاسه  يو مليون  امريکايي ډالرو دپانګې اچونې  خبر ورکړ او زياته يې کړه ، هرات  په افغانستان کې د استعدادونو دپرمختګ  او پراختيا بيلګه دى  که چيرې دهېواد په کورنيو چارو کې  په تيره بيا دهغو کسانواو کړيو دلاسوهنې  څخه  چې خپلې ګټې دافغانستان په ناامنيو اوبې ثباتۍ کې  ويني  ،  مخنيوى وشي، دهلمند ، کندز  ، فارياب ، بادغيس ، کونړ او دنورستان  دولايتونو په ګډون دهېواد هر ولايت دسياحتي  جاذبو په لرلو سره په اقتصادي باالقوه فرصتونو دبدليدو وړتيا لري .
دپخواني جمهور رييس دملي امنيت سلاکار ډاکتر سپنتا هم دسياسي حالت  او دملي دولتونو دراتلونکې په باب خبرې وکړې .
په افغانستان کې دملګروملتو دسازمان پخوانى استازي کاي ايده دملي وحدت  په دولت کې  پراخ اصلاحات هيله من کوونکي وبلل .
په دې دوه ورځنۍ کنفرانس کې به  يوشمير ملي شخصيتونو هم سياسي حالت او دسيمې او نړۍ  دامنيتي حالت په باب خبرې وکړي . 
ختم_  ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته