کابل/ د سلواغې ٢١ / باختر:
د اکتيد موسسې د کندز د خان اباد ولسوالۍ له مسوولينو سره په همغږۍ نن د کندز په خان اباد ولسوالۍ کې پر زرګونو اړو کورنيو د غير خوراکي توکو د مرستې بهير لړۍ پيل کړ.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: د کندز د خان اباد ولسوال قاري نعمت الله صلاح الدين وايي، چې د کندز په خان اباد ولسوالۍ کې له اووه زره اړو کورنيو سره د مرستو لړۍ دوام لري.
د خان اباد ولسوال زياته کړه، چې دغه اړې کورنۍ د خان اباد ولسوالۍ د کليو د مديريت په همکارۍ د اکتيډ موسسې له خوا په دقت او هر اړخيزه توګه سروې شوې او پرهرې کورنۍ ٢٧ ژمني توکي وېشل کېږي.
د يادونې وړ ده چې یوه اوونۍ وړاندې د کانسرن موسسې د کندز د مهاجرينو چارو ریاست په همغږۍ په خان اباد ولسوالۍ کې پر ۴۷۷ اړو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکي وویشل.
\ ذ