امنیت

په جوزجان کې دماين دچاودنې له امله د دوو تنو معلولينو شهادت .

کابل –باختر د زمري دمياشتې ٢٤
په جوزجان ولايت کې نن دماين دچاودنې له امله دوه تنه معلولين شهيدان او يوولس تنه نور معلولين ټپيان شول.
دجوزجان ولايت دفيض آباد ولسوال سايرې شکيب دباختر آژانس خبريال ته وويل : چاودنه هغه وخت وشوه چې دمعلولينو او معيوبينو دسپرلۍ په فلانکوچ موټر دمعاشونو دترلاسه کولو په مقصد له فيض آباد ولسوالۍ څخه دجوزجان ولايت مرکز ته روان و او د دوى دسپرلۍ موټر په سړک کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت.
يوه اړونده خبرځاى وويل چې په دې چاودنه کې دوه تنه معلولين شهيدان او يوولس تنه نور ټپيان شول.
ويل کيږي چې پنځه ښځې په ټپيانو کې شاملې دي چې د دوو تنو ټپي ښځو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى سايرې شکيب زياته کړه چې دغه ماين دوګړني پاڅون دځواکونو دبريد په خاطر ځاى پرځاى شوى و چې له پيښې څخه نيم ساعت وروسته د دوى دسپرلۍ وسايط له ساحې څخه تير شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته