سیاست

احمدضيا مسعود: ټول غير ضروري استنادي ديوالونه دې له عمومي او فرعي واټونوڅخه لرې شي

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٣
په دولتي او غير دولتي مرکزونو پورې اړوند ټول ډبرين او غير ضروري ديوالونه دې د کابل له ټولو عمومي او فرعي واټونو څخه لرې شي .
د جمهور رييس د فوق العاده استازي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه تصميم په کابل کې دترافيکي ستونزو او ګڼې ګونې د لرې کولو په خاطر ونيول شو.
په دې غونډه کې چې د ښار ترانسپورت د تنظيم طرحه وړاندې شوه؛ په دې باب ستونزې او پيشنهادونه د کميټې له خوا تاييد شول.
د ښاري ترانسپورت د تنظيم په طرحه کې د ترانسپورتي لارښوونې د نشتوالى، د قوانينوکمښت، د تحقيقي پروګرامونوکمښت، په ترانسپورتي مسئلوکې له معلوماتي تکنالوژجۍ څخه نه استفاده، د اړوندو مرکزونو د همکارۍ نشتوالى، اداري چلنجونه او د ځينو دولتي مقاماتو د غير قانوني کړنې د ښاري ترانسپورت د تنظيم په لاره کې مهم چلنجونه دي.
د ترانسپورت وزارت تخنيکي سلاکار عبدالله حبيب زي د ترانسپورتي ستونزو لنډ مهالې، منځ مهالې او اوږدمهالې د حل لارې چارې غونډې ته وړاندې کړې چې د کميټې د غړو له خوا تاييدې شوې.
له بله پلوه د ترانسپورت وزارت د پاليسۍ معين هم د واټونو د بنديدو عوامل د واټونو او د فرعي کوڅو بندوالى او د يوشمېر دولتي مقاماتو له خوا د قانون تر پښو لاندې کول وبلل او ويې ويل چې دغه عوامل په څلور ډلو ويشل شوي دي او د حل او د ترانسپورتي خدمتونو د وړاندې کولو د سيستم جوړولو ته اړتيا لري چې د ښار شين پلان د افغانستان د کابينې له خوا تاييد شي .
د جمهور رييس فوق العاده استازي په کابل ښارکې د ترانسپورتي ستونزو د حل لپاره دښاري ترانسپورت د تنظيم طرحه ډيره ارزښتناکه وبلله او ويې ويل چې په دې طرحه کې هغو مواردو ته لومړيتوب وکړ شي چې د تطبيق ساحه يې پراخه ده چې په کابل ښارکې د ترانسپورتي ستونزې لږې شي.
دغه راز ده وويل چې د کميټې غړې ادارې دې د ښاري ګڼه ګوڼې د عواملو دله منځه وړلو په خاطر عملي او جدي اقدامات ترلاس لاندې ونيسي او په دې برخه کې لازمې همغږۍ رامنځته کړي .
د ترانسپورت د ملي کميټې په غونډه کې پريکړه وشوه چې د کورنيو چارو وزارت مکلف دى چې د کابل ښاروالۍ په همکارۍ ټول ډبرين او غير ضروري ديوالونه د ښار له عمومي او فرعي واټونو څخه لرې کړي .
دغه راز کابل ښاروالۍ ته دنده وسپارل شوه چې د واټونو ترڅنګ پلې لارې پاکې او ګرځنده پلورونکو ته د ځمکو د برابرولو په برخه کې اقدام وکړي .
دغه راز د کابل ښاروالۍ مسوولينو له دولتي او غير دولتي ادارو او مرکزونو له مسوولينو سره خبرې وکړي چې استنادي ديوالونه دې د خپلو ادارو او مرکزونو انګړونو ته وليږدوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته