امنیت

د دارالامان په واټ کې د ځانمرګى بريد له امله دوه تنه ټپيان شول

کابل باختردتلې د مياشتې  ١٤  :
په هغه ځانمرکي بريد کې چې نن مازيګر په دارالامان واټ کې د کاتب د لوړو زده کړو موسسې په وړاندې تر سره شو، دوه تنه ټپيان شوي دي.
د کابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې د مخابرې آمر سيد روح الله ددغه خبر په تاييدولو سره وويل چې ځانمرګي يرغلګر د کانونو وزارت د کارکوونکو د سپرلۍ له کاستر موټر سره ټکر کړ چې له امله يې دوه تنه ټپيان شول.
د ده د څرګندونوله مخې د پيښې ټپيان د علاج او درملنې لپاره روغتون ته ليږدول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته