سیاست

ملي بيرغ زموږ ملي سمبول دى

کابل/ باختر/ د زمري ٨مه
ملي بيرغ زموږ ملي هويت او ملي سمبول دى او دا د هر وګړي دنده ده چې ملي ارزښتونو ته درناوى وکړي.
دغه څرګندونې د پکتيا، پکتيکا، قندهار، هلمند، خوست او د زابل واليانو د ملي بيرغ د ورځې د نمانځنې په پار په جوړې شويو بېلابېلو غونډو کې کړې دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې: په دغو غونډوکې قومي مشرانو، ملکي او پوځي مسوولينو، د مدني ټولنو استازو او لسګونو ځوانانو ګډون درلود.
د زمري اوومه چې د ملي بيرغ د ورځې د نمانځنې لپاره ځانګړې شوې ده، په ټول هېواد کې په بېلابېلو مراسمو سره نمانځل کېږي.
پاىوصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته