ټولنه

دډاډګرنی پیغام

کابلباختر د وږي د مياشتې ۱٣
دافغانستان د عالمانو د سراسری شوری د خواخوږی او ډاډګرنی پیغام!

په ژورې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد جید عالم،تکړه مجاهد او د افغانستان د عالمانو دسراسري شوری مخکښ او فعال غړی مولوي حنیف شاه حسیني د ور پېښې ناروغۍ له امله، وفات شوى دى.
مولوي حنیف شاه چې عمر یې د دینی علمومو په تحصیل، تدریس او د روسي یرغلګرو پر وړاندې په جهاد کې تېر کړی، یو زړه سواند او په هېواد مئین شخصیت ؤ او تل یې په دې وران او جنګ ځپلي هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره هلې ځلې کولې.
د افغانستان د عالمانو سراسري شوری د ده مړینه یوه ستره علمي او ملي ضایعه بولي او دلوی خدای )ج( له دربار څخه ده ته فردوس جنت، کورنۍ، خپلوانو، علمای کرامو او د خوست ولایت میړني ولس ته د زړه صبر او عظیم اجر غواړي.پاى- سعيده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته