فرهنګ

د کابل ټايمز ورځپاڼې د فعاليت د پيل درې پنځوسمه کاليزه ونمانځل شوه

کابل باختر دکب  اوومه نيټه :
دکابل ټايمز ورځپاڼې د فعاليت د پيل درې پنځوسمه کاليزه ونمانځل شوه .
د باخترآژانس د خبريال د خبر له مخې: په هغې غونډه کې چې له همدې امله د تيرې پنجشنبې په ورځ د مطبوعاتو په نړيوال مرکزکې جوړه شوې وه ؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معينې ميرمن سيمين حسن زاده، د دولتي او خصوصي ورځپاڼو يوشمېر رييسانو، په کابل کې د ځينو سفارتونو استازو او په کابل کې  د يونسکو د دفتر د رسانه يي برخې مسوول سيد حبيب ګډون کړى و.
  په دې غونډ کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معينې سيمين حسن زاده په افغانستان کې د ورځپاڼه ليکنې د تاريخچې په باب خبرې وکړې او ويې ويل: مطبوعاتو د خپل پيدايښت له وخت څخه تر اوسه پورې ډيرې لوړې او ژورې تيرې کړې دي؛ خو د شاه امان الله خان دوران کولى شو په هيوادکې د نويو مطبوعاتو د بنسټ ايښودلو دوران وبولو .
د اعليحضرت محمدظاهر شاه دسلطنت په دوران کې هم په هيوادکې مطبوعاتي فعاليتونو وده وکړه او د ورځپاڼو او خپرونو شمېر زيات شو.
  دې وويل: ديارلس کاله مخکې په هيوادکې د نوى فصل له پيل کيدو سره جوخت، رسنيو وده وکړه چې اوس نږدې زر چاپي خپرونې، درې سوه پنځوس تصويري او اوريدونکې خپرونې، په لسګونو خبري آژانسونه او د چاپ او خپرولو موسسې شته چې دغه ټول په دې بريالي شوي دي چې د بيان د آزادى په تحقق کې  اغيزمن او مثبت رول ولري.
  دې وويل: د مطبوعاتو يو اړخ دولتي رسنۍ دي او بله برخه يې خصوصي رسنۍ،  دولتي رسنيو په تيرو ديارلسو کلونوکې د دولت  د اوچت غږ په توګه فعاليت کړى دى او د دولت د کړنو، فرمانونو او ويناوو د سندونو د ساتنې لپاره شفاف مخزن  دى.
وروسته دکابل ټايمز ورځپاڼې مسوول مديرحميدالله عارفي د کابل ټايمز ورځپاڼې تاريخچه بيان کړه او ويې ويل: درې پنځوس کاله مخکې د ١٩٦٢کال په فبروري کې لومړۍ انګليسي ژبې ورځپاڼې کابل ټايمز په هيوادکې په نشراتي فعاليت پيل وکړ.
دغې ورځپاڼې د سباوون کشککي په مسوول مديريت د وخت د صدراعظم سردار محمد داوود خان په لارښوونې په فعاليت پيل وکړ.
  عارفي وويل: دغه ورځپاڼه په هغه وخت کې د جريدې په بڼه په اوونۍ کې درې ځلې چاپيده او له څه مودې وروسته د باختر آژانس په چوکاټ کې په ورځپاڼې بدله شوه .
ده زياته کړه: د کابل ټايمز ورځپاڼه دا دى له زياتو لوړو او ژورو وروسته چې کله ناکله د تعطيل سبب هم کيدې؛ په يوې معياري او نړۍ ته د افغانستان د دولت او ملت د پيغام رسوونکې ورځپاڼې بدله شوې ده.
په دې غونډه کې د آزادو رسنيو د ملاتړ د بنسټ مسوول مجيب  خلوتګر هم  خبرې وکړې او ويې ويل: رسنۍ په  نننى تعريف سره د خلکو سترکې، غوږ او ژبې دي؛ دغه راز د دولت او خلکو ترمنځ د ارتباط پل هم بلل شوې دي.
ده په اطلاعاتو د لاسبري د حق د قانون د تطبيق د زمينو په برابرولو د ټينګارپه ترڅ کې د قوانينو او مقررو شتون د بيان د آزادى د تحقق د زمينې برابروونکې  وبللې.
دغه راز د ماندګار ورځپاڼې مسوول مدير نظري پرياني خبرې وکړې او د سترې څيړنيزې سرچينې په توګه د دولتي ورځپاڼو په ديجيتلي ساتنې باندې په ټينګار سره وويل: دولتي رسنۍ سره له دې چې د دولت سياست ساتي؛ د هغوى کړنو ته په پاملرنې سره تر اوسه پورې داسې امکانات په واک کې نه لري چې وکولى شي د بيان  له آزادي څخه په ښه توګه استفاده وکړي.
دغه راز د افغانستان د ژورناليستانو د شورا رييس حفيظ الله بارکزي وويل: دولت دې بايد د دولتي رسنيو غوڅ ملاتړ وکړي.
  په پاى کې د کابل ټايمز ورځپاڼې يوه سابقه لرونکي کارکوونکي د خپل کاري دوران خاطرې بيان کړې او ويې ويل: د کابل ټايمز کارکوونکو د چاودنو او  د توغنديو تر بريدونو لاندې په سختو شرايطوکې کار وکړ، خو ورځپاڼه يې فعاله وساتله.
د يادونې وړ ده چې غونډه په دولتي خبريالانو د ستاين ليکونو په ويشلو سره پاى ته ورسيده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته