امنیت

دکثافاتو په لوښې کې ايښودل شوي توکي کشف او شنډ کړى شول .

کابل – باختر دوري څوارلسمه :
په قندهار ولايت کې پرون ديوې تروريستي پيښې مخه ونيول شوه .
په قندهار ولايت کې امنيتي مامورين وايي چې يوه اندازه  چاوديدونکي توکي دقندهار ښار په څلورمه ناحيه کې کشف او شنډ کړل .
  دقندهار دوالي ويندوى جاويد فيصل  باختراژانس ته وويل، دپوليسو ځواکونو پرون مازيګر دقندهار  دڅلورمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې  يوه  اندازه چاوديدونکي توکي دکثافاتو په يو لوښې کې کشف او شنډ کړل .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې، تروريستان چاوديدونکي توکي په ګڼ ميشتو سيمو کې دورانکارو عملونو دترسره کولو لپاره ځاى پرځاى  کوي او په وينو او خاورو دبې ګناه کسانو دلړلو اولت پت  کولوسبب کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته