ټولنه

د ملګرو ملتو سازمان د مهاجرت څانګه په افغانستان کې د خپلو پروژو تمويل ته دوام ورکوي

کابل / د وږي ۲۷مه / باختر
د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتو سازمان کمېشنرۍ اعلام وکړ چې په افغانستان کې د خپلو پرمختيايي پروژو تمويل ته دوام ورکوي.
د دغې څانګې کمېشنر فليپو ګراندي د کليو د بيارغاونې او پراختيا وزارت له سرپرست سره په کتنه کې وويل چې په افغانستان کې د خپلو پروژو په تطبيق بوخت دى.
دا په داسې حالکې ده چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو سازمان کمېشنرۍ همدا اوس په افغانستان کې لسګونه پرمختيايي پروژې تمويلوي. زياتره دغه پروژې د راستنېدونکو او کورنيو بېځايه شويو ځاى پرځاى کول، د کارونو رامنځته کول او د کليو په پراختيايي برخو کې دي.
په دې کتنه کې د کليو د بيارغاونې او پراختيا وزارت سرپرست ملامحمد يونس اخندزاده په افغانستان کې د پرمختيايي پروژو د تمويلولو د دوام لپاره د مهاجرينو په چارو کې د ملګرو ملتو سازمان د عالي کميشنرۍ د طرحې هرکلی وکړ او ويې ويل چې په دې لاره کې د ملګرو ملتوسازمان د سياسي معاونت له دفتر سره همکاري کوي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته