امنیت

پنځه تنه مسافران په غزنې کې دطالبانو له خوا وتښتول شول .

کابل باختر د ثور  ٢٥:
پنځه تنه مسافران په غزني ولايت کې دقندهار _ کابل  په لويه لاره کې دوسله والو طالبانو له خوا وتښتول شول .
  دباختراژانس  دخبر يال دخبرله مخې ،  دغزني دوالي وياند محمدعارف نوري وويل  چې نن سهار وسله والو طالبانو پنځه تنه مسافران چې له قندهار ولايت څخه دکابل په لور  روان وو دغزني ولايت  دګيلان ولسوالۍ دپل متي په لاره کې له موټر څخه ښکته کړى شول  او يو نامعلوم ځاى ته له ځان سره بوتلل .
ده  وويل تراوسه پورې  ددوى دبرخليک په باب  معلومات نه دى ترلاسه شوى او دغزني پوليسو  ددوى دپيژندنې  او نيولو لپاره پلټنې پيل کړي دي .
  ختم_   عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته