خبرونهامنیت

په بلخ کې د تښتول شوي ماشوم کورنى د هغه د حالت په خاطر اندېښنه لري

٤٦- کابل /د مرغومي ٢٤مه /باختر
د څه ناڅه دوو مياشتو په تېرېدو سره اوس هم په بلخ کې د تښتول شوي ماشوم د برخليک په اړه خبر نه دى ترلاسه شوى.
وروستۍ ځل څو ورځې مخکې د نهه کلن عبدالروف کورنى د هغه ويديو ترلاسه کړه چې په زاري سره له خپلې کورنى څخه غواړي چې د انسان تښتوونکو غوښتنې ومني چې هغه خلاص شي.
انسان تښتوونکو د دغه ماشوم د خلاصون په بدل کې د هغه له کورنى څخه زياتې پيسې غوښتي دي.
په لسګونو اعتراض کوونکوچې له دوو مياشتو راپديخوا عبدالروف ته د عدالت غوښتنې لپاره په مزارشريف ښار کې د بلخ د والي د دفترپه وړاندې د تحصن خيمه درولې ده نن له خبريالانو سره په غونډه کې د دغه ماشوم د حالت په خاطر اندېښنه څرګنده کړه .
اعتراض کوونکي وايي حکومت د انسان تښتوونکوله منګولو څخه د دغه ماشوم د خلاصون په خاطربې پروايي کوي.
هغوى خبردارى ورکړ که چېرې د يکشنبې تر ورځې پورې عبدالروف د انسان تښتوونکو له منګولو څخه ازاد نه شي هغوى به په شمال کې څو تجارتي لارې وتړي.
د بلخ والي فرهاد عظيمي وايي چې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه د دغه ماشوم د خلاصون لپاره هڅې دوام لري .
هغه وويل مظاهرې د خلکو مدني حق دى خو د لارو تړل د قانون پرخلاف کاردىاو هغوى به دغه کار ته اجازه ورنه کړي .
مخکې له دې د بلخ امنيتي ځواکونو د کوچني عبدالروف د تښتونې په اړوند د يوشمېرکسانو د نيولو خبر ورکړي و .
ختم –ج _ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته