امنیت

د لغمان بادپښ ولسوالۍ له طالبانو بېرته ونیول شوه

کابل / د زمري ۱۴مه / باختر
افغان ځواکونو تېره شپه دلغمان بادپښ ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه کړه.
باختر آژانس د ملي دفاع وزارت د خبرپانې له مخې خبر راکړ چې د ملي امنيت ځواکونو د عملياتو په بهير کې د لغمان بادپښ ولسوالۍ له وسله والو طالبانو بېرته ونيوله.
هغه زياته کړه چې په دغو عملياتو کې وسله والو طالبانو ته د سر زيان هم اوښتى دى،خو تراوسه یې دقيق شمېر نه دى معلوم.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته