ښوونه او روزنه

د ليک لوست د زده کړې د ملي کميټې غونډه جوړه شوه

کابل باختر د لړم  نهه ويشتمه :
د ليک لوست د زده کړې د ملي کميټې غونډه نن د جمهور رييس د دويم مرستيال قانونپوه سرور دانش په مشرۍ جوړه شوه .
  د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبرورکړ:
  د جمهور رييس مرستيال د دغې غونډې په پيل کې څرګنده کړه چې دليک لوست زده کړه په نورو برخوکې د پرمختګ  بنسټ  او سبب  دى او له همدې امله  د پوهنې وزارت او همکار ارګانونه دليک لوست د زده کړې دپراختيا او په هېواد کې د بې سوادۍ د له منځه وړلو په لاره کې دروند مسووليت په غاړه لري  .
ده هيله وکړه چې په هېوادکې د ليک لوست د زده کړې د پراختيا بهير له لازم  دقت او تدوير سره يو ځاى دى او دا يو داسې مکلفيت دى چې اساسي قانون د افغانستان د دولت په اوږو ايښى دى .
وروسته د پوهنې وزير حنيف بلخي د دغه وزارت د مکلفيتونو  او د ليک لوست د زده کړې د پراختيا په باب د کميټې د پخوانيو پريکړو د تطبيق په باب رپوټ وړاندې کړ او د ليک لوست د زده کړې د ملي پروګرام عملي کول يې ددغه وزارت او دمسوولو ادارو قانوني مکلفيتونه وبلل او ويې ويل: له شک پرته  د دغه پروګرام پلي کول کولى شي په بېلابېلو برخوکې دپراختيا  او انکشاف  زمينه برابره کړي او د پوهنې وزارت ځان د دغه ملي پروګرام په تطبيق او پراختيا کې  موظف او هوډمن بولي.
وروسته د پوهنې وزارت دليک لوست د زده کړې معين دولايتونو په کچه دليک لوست د زده کړې د پروګرامونو د تطبيق او د ولايتي کميټو د غونډو د جوړولو په باب هم رپوټ وړاندې کړ . 
ده زياته کړه چې  د پوهنې وزارت دليک لوست د زده کړې معين په خپله د هېواد زياترو ولايتونو ته سفرونه کړي دي او په دريو برخو مديريت ، کيفيت  او په دغه پروګرام د ډله ئيز لاسبري په برخوکې د ليک لوست د زده کړې د پروګرام د تطبيق   بهيرڅارلى دى.
د ليک لوست د زده کړې معين په دې برخه کې د زياترو سيمه ئيزو مسوولينو  همکاري وستايله او هم يې په دې لاره کې د ځينو سيمه ئيزو مقاماتوپه نه همکارۍ نيوکه وکړه .
  ده دغه راز وويل چې د ليک لوست د زده کړې د کچې د لوړولو لپاره له ځينو وزارتونوسره تفاهم ليک لاسليک شوى دى چې ددغه تفاهم ليک تطبيق هم کولى شي  د ننني  ليک لوست  د زده کړې  د پراختيا او ګړندي کولو  بهير  چټک کړي .
په دې غونډه کې د بې سوادۍ د له منځه وړلو لپاره د ملي پيوستون د طرحې  مسوده  وڅيړل شوه چې د غونډې د غړو له خوا کره کتنه پرې وشوه  .
  د جمهور رييس مرستيال دغه طرحه يوه ارخيزه او اغيزمنه طرحه وبلله او زياته يې کړه  چې  ټول وزارتونه  او دولتي ارګانونه  په دې طرحه کې اجيرو او بې سوادو کارکوونکو لپاره په اداره کې د ليک لوست د زده کړې د کورسونو د جوړولو په محورونو د ليک لوست د زده کړې په بهيرکې ښوونکو او د ليک لوست زده کوونکو ته د تشويقي مرستو په برابرولو او دغه راز د ليک لوست د زده کړې په ملي کمپاين کې د ونډې اخستنې په محورونو ګډه اراده ولري. په پاى کې  دغه طرحه د غونډې د غړو له خوا په اصولوکې د تاييد وړ  وګرځيده.
  په دې غونده کې د ليک لوست د زده کړې د اجباري کولوطرحه هم د غونډې د غړو له خوا وڅيړل شوه .
  د جمهور رييس مرستيال د دغې طرحې بنسټ د پوهنې د اووه ديرشو قوانيو مفاد وبلل او زياته يې کړه چې د دغې طرحې تطبيق د اړوندو ادارو قانوني مکلفيت دى . 
دغه طرحه دغونډې دغړو دنظريو له وړاندې کيدو او څيړنې وروسته دتاييد وړ وګرځيده او پريکړه وشوه چې د ځينو قوانينو دتعديل د اهميت او ضرورت په دليل او څرنګه چې يو مهم ملي پروګرام دى، د وروستي تاييد لپاره دې کابينې ته وړاندې شي .
دغه راز په دې غونډه کې په افغانستان کې د يونسکو د سازمان مسوول تر  ٢٠٣٠ ميلادي کال پورې د يو هدف په توګه د باکيفيته زده کړې په ګډون   د هميشنۍ پراختيا په باب د دولتونو د مکلفيت او ژمنې په باب خبرې وکړې او زياته يې کړه چې د دغې ژمنې په وړاندې د افغانستان د دولت يو مکلفيت له بې سوادي سره مبارزه  او په ښه کيفيت سره د زده کړې د زمينو تامينول دي . 
د جمهور رييس مرستيال په افغانستان کې له بې سوادۍ  سره د مبارزې او د زده کړې د پراختياپه کارکې د يونسکو د سازمان د همکارۍ له امله د قدردانۍ په څرګندولو سره، ټينګار وکړ چې په دغو برخو کې د افغانستان د ژمنو عملي کول، په دغه هېوادکې د حالت تحليل ته اړتيا لري چې په رڼا کې يې لازم تدبيرونه ونيول شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته