امنیت

په نورستان کې دالقاعده دشبکې د يو غړي وژل کيدل

کابل باختر دليندۍ دمياشتې ١٣
دالقاعده دشبکې يو غړى په نورستان ولايت کي له افغان ځواکونوسره په  جګړه  کې ووژل شو.
دغه جګړه  نن غرمه  له  پاکستان سره  په  سرحد کې  په کامديش  ولسوالۍ  کې  هغه وخت رامنځته شوه چې افغان ځواکونودالقاعده شبکې په يوپټنځاى بريد وکړ.
په  نورستان ولايت کې دافغان ځواکونو يو قوماندان دباختر خبري  آژانس ته وويل  چې ددغي نښتې په بهيرکې دالقاعده شبکې يو غړى وژل شوى دى.
ويل کيږي  چې دالقاعده دغه غړى عرب دى  اوپه کامديش کې دطالبانو په يو پټنځې کي  موجود و.
دملي اردو دغه قوماندان وويل  چې ددغې  يو ساعته نښتې په بهيرکې دطالبانوپه ډلې پوري  افرادو ته چې په دې پټنځې کي وو،  دسر زيان اوښتى دى چې تراوسه پورې  دقيق شمير يې معلوم نه دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته