کابل باختر د زمري دمياشتې ٢٤
د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د چین د ولسي جمهوریت د تینجین ښار په چاودنو کې د مرګ ژوبلې له امله خپله ژوره خواشینى څرګندوي.
دپخواني جمهوررييس دمطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
دغه چاودنې چې د کیمیاوي موادو په یوه ډیپو کې وشوې د شاوخوا پنځوسو تنو د وژنې؛ سلګونو تنو د ټپي کېدو او د یو شمېر کسانو د بې درکه کېدوسبب شوې.
حامد کرزی ددغې زړه بوږنوونکې پېښې له امله د چین دولسي جمهوريت مشرتابه او دوستو خلکو ته د خواخوږی د مراتبو د وړاندې کولو تر څنګ ټپیانو ته د سملاسي روغتیا او د قربانیانو کورنیو ته د صبر او زغم غوښتنه کوي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ