نړۍ

دملګرو ملتو دسازمان عمومي منشي د اوکراين دبحران دحل کولو لپاره دخبرو غوښتنه وکړه .

نيويارک – فرانسپرس – باختر د ورى دمياشتې ٢٤
دملګرو ملتو دسازمان عمومي منشي بان کي مون نن د اوکراين په بحران کې له ټولو ښکيلو لورو څخه وغوښتل چې په خبرو اترو کې له زغم څخه کار واخلي دفرانسپرس دخبرله مخې : دبان کي مون دغه غوښتنه په داسې حال کې طرحه کيږي چې د اوکراين حکومت په روسيې د اوکراين په ختيځو ښارونو دتاوتريخوالې درامنځته کولو تورلکلو لى دى له هغه وروسته چې د اوکراين ختيځ کې داسلاو يانسک او کراماتو سک په ښارونو کې دپوليسو دوه پوستې د روسيې دپلويو اعتراض کونکو له خواونيول شوې ، بان کي مون ديوې وينا په خپرولو سره اعلام وکړ چې دتاوتريخوالي او دحالاتو د زيات خرابوالي او خونړيو نښتو له امله سخت انديښنه لري.
دملګرو ملتو دسازمان عمومي منشي په دې وينا کې له ټولو لورو څخه وغوښتل چې د ارامى او دقانوني حکومت دجوړيدو لپاره هلې ځلې وکړي .
د اوکراين لنډ مهال دولت تيره چهارشنبه داعتراض کونکو په ګواښلوسره له دوي څخه وغوښتل چې د دولتي ودانيو نيول پاى ته ورسوي د روسيې پلويان چې يو شمير يې وسله وال دي تيره يکشنبه داوکراين په ختيځ کې يو شمير دولتي ودانۍ ونيولې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته