ټولنه

د لوګر ولایت د پل علم ښار د ماسټر پلان طرحه تصویب شوه

کابل باختر/ د وږي د مياشتې۶ نيټه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ تېر ماښام د ښاري پراختیا عالي شورا غونډه په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.
د جمهور رییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې د لوګر ولایت د پل علم ښار د ماسټر پلان پر طرحې، د ښاروالیو د معینیتونو پر لاسته راوړنو او د شیخ خلیفه ښارګوټي د اپارتمانونو د تعرفې د کموالي پر طرحې بحث او خبرې وشوې.
په پیل کې د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست روښان ولسمل د دغه وزارت د کاري پلان، تطبیق شویو، د تطبیق په حال او د هغو پروژو په اړه چې په ملي تدارکاتو کمېسیون تر پروسس لاندې دي، غونډې ته معلومات ورکړل ويې ویل، یادې پروژې د هېواد په ټولو ولایتونو کې یو ډول پلې کېږي.
هغه زیاته کړه: د پل خشتي، هرات، د کندهار او بدخشان مبارکو خرقو د جامع جوماتونو د بیا رغاونې کارونه جریان لري او ډېر ژر به بشپړ شي.
ورپسې د پل علم ښاروال احمد ذکي سرفراز د لوګر ولایت د پل علم ښار د ماسټر پلان طرحه غونډې ته وړاندې کړه او د ښار د موجوده وضعیت د پېژندنې او ارزونې، د ښار د مطالعې د بېلابېلو مرحلو، د مطالعاتو د پایلې او د اهدافو او ستراتېژیو د تعیین په اړه یې معلومات ورکړل او د ښار لپاره یې د نوي مرکز، د سوداګریزو، اداري، روزنیزو، مذهبي، روغتیایي، صنعتي، زرغونې او ورزشي سیمو او د پارکونو او لارو د شبکو د جوړولو په اړه خپل وړاندېزونه غونډې ته وړاندې کړل.
غونډې له هراړخیزو بحثونو وروسته د لوګر ولایت د پل علم ښار د ماسټر پلان طرحه تصویب کړه.
جمهوررئیس په دې اړه وویل، اساسي ټکی په تطبیق کې دی چې د څو موضوعګانو له هغې ډلې د ځمکې د وېشونکي ادارې مشخصېدلو اړتیا ده چې دا موضوع د ښاروالیو د قانون په واسطه چې ژر به توشیح شي، حل کېږي.
هغه دغه راز وویل، د یاد ماسټر پلان د طبیق لپاره د مصرفي د پیسو اندازه دې هم وسنجول شي او په دې برخه کې دې پیسې دوراني وي چې د ګټې پایله یې مشاهده او د شخصي ځمکو حدود دې هم معیین شي.
د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، د فواید عامې وزارت باید د عامه زون بندۍ لپاره یوه واضح طرحه وړاندې کړي چې په راتلونکي کې د ترانزیټ د وېش مانع نه شي.
په همدې ترتیب جمهوررئیس غني وویل، دولتي ودانۍ باید داسې ورغاول شي چې د معمارۍ پخوانۍ سبک یې وساتل شي.
وروسته د سیمه ‎ییزو ارګانونو معین عبدالباقي پوپل د دې ادارې د ښاروالیو معینیت د لاسته راوړنو له هغې ډلې د ملاتړ، همغږۍ، د ښاروالیو تنظیم او څارنې، د خوندي چاپېریال د ایجادولو، د حکومتولۍ په برخه کې دلاسته راوړنو، عوایدو، خدماتو، انکشاف، د خلکو د رضایت او د دې ادارې د راتلوونکو فعالیتونو په اړه هراړخیز معلومات وړاندې کړل او په دې اړه یې خپل وړاندېزونه هم مطرح کړل.
جمهوررئیس په دې اړه وویل، د ښاروالیو په کنفرانس کې چې ژر به جوړ شي، د ښاروالیو فعالیتونه د غږېزو، تصویري او تحریري موادو له لارې د خلکو په واک کې ورکړل شي، ترڅو فعال او کار کوونکي ښاروالان ټولنې ته ور وپېژندل شي.
هغه زیاته کړه، په دغه کنفرانس کې دې د ښاروالیو پر قانون بحث وشي او د ښاروالیو د راتلونکي کال د بودجې د تخصیص په اړه باید له مالیې وزارت سره خبرې وشي.
د غونډې په پای کې د شیخ خلیفه ښارګوټي د اپارتمانونو د تعرفې د کموالي طرحه د ښار جوړولو وزارت د پالیسۍ او تصدیو معین همایون فیض، غوندې ته وړاندې کړه.
غونډې په دې اړه هراړخیز بحثونه وکړل او جمهوررئیس د ښار او کور جوړولو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د یاد ښارګوټي د اپارتمانونو د تعرفې د بیې د ټیټوالي او مناسبې بیې د ټاکلو په موخه  دې ژر له مالیې وزارت سره خبرې وکړي او پایلې ته دې ورسېږي. # 
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته