ښوونه او روزنه

په هيوادکې نهه مليونه تنه بې سواد کسان شته

کابل باختر آژانس د وږى ٢٢
دهيواد څه دپاڅه نهه مليونه تنه وګړى دليک لوست دنعمت څخه بې برخې دى دپوهنې وزارت دليک لوست دزده کړى دمعينيت دپروګرامونو رييس الله بازجم دباختر آژانس له خبريال سره دمرکې په ترڅ کې وويل ( دليک لوست زده کړه په هيواد کې يوه ستره ستونزه ده چې دهيواد څه دپاڅه نهه مليونه تنه وګړى دليک لوست په زده کړى پرلاس نه لرى.).
ده زياته کړه دليک لوست دزده کړى معينيت په هيواد کې دبې سوادى دله منځه وړلو په خاطر له ١٣٨١ کال څخه تر ١٣٩٠ کال پورې دليک لوست دزده کړى په څه دپاڅه يوسلو اويا زروکورسونوکې څلورميلونه دوه سوه اته ديرش زره تنه دليک لوست دزده کړى په پروګرام کې شامل کړى دى چې په سلوکې شپيته يې ميرمنې دى.
ده څرګنده کړه چې موږ په کال کې دهيواد څه دپاڅه نيم ميلونه تنه وګړى دليک لوست دزده کړى تر پوښښ لاندې نيسو ده دغه راز زياته کړه :په ١٣٩١ کال ې څه دپاڅه پنځه سوه نهه ويشت زره تنه دليک لوست دزده کړى په شلو  زرو شپږ سوه درې نوى کور سونو کې تنظيم شوي دي البته موږ دليک لوست دزده کړى دروزنيز پروګرام ترڅنګ دګلدوزى ،غالۍ اوږدلو ،خياطي ،څمنى ګندلو ،ترکانۍ ،خامک ګندلو او حلبى جوړولو په ګډون نور حرفوى فعاليتونه هم دکورس شاملانو ته ور زده کوو .
ده زياته کړه په موجودو امکاناتو سربيره دپوهنې وزارت او ديو نسکو ،يونيسف ،يواس آى ډى په ګډون نړيواله ټولنه ،دجاپان دولت او ځينې نور هيوادونه له موږ سره همکارى کوي سره له دې هم له ستونزو سره لاس او ګريوان يو.
ده ځينې هغه ستونزى چې دليک لوست دزده کړي معينيت ورسره مخامخ دى له دې جملې څخه دبودجې دکمښت او دښوونکو د کمښت يادونه وکړه او ويې ويل چې په لري کولو کې يې بايد کورنۍ او بهرنۍ موسسې له موږ سره مرسته وکړى ،دليک لوست دزده کړى بوديجه دى زياته شى او تشکېلات يې په تيره بيا دښوونکو استخدام زيات شي.
ده څرګنده کړه ،سره له دې چې موږ دهيواد په څلورديرشو ولايتونو کې ځمکه لروخو دودانيو دجوړولو او  دهغو د سمبالولو امکانات نه لرواو ناامنۍ هم زموږ سترې ستونزي دي.
دپوهنې وزارت د دغه مقام څرګندونې په داسې حال کې کېږى چې دهيواد يوشمير اوسيدونکې دليک لوست دزده کړى به يو شمير کورسونو په تيره بيا د دوى داستوګنې په سيموکې دليک لوست دزده کړى په کورسونوکې دلوست ورکولو دڅرنګوالې له امله شکايت لري.
دغه راز په يو شمير دولتي ادارو کې دليک لوست دزده کړي کورسونه فعال نه دي او دا په داسې حال کې ده چې دملي اردو او پوليسو نيمايي عسکر بې سواده دي چې داکار دوى دمسلکي زده کړى دبهير دکمزورتيا سبب کېږى :په داسې حال کې چې دپوهنې وزارت مقامات ټينګار کوي چې يواځې په ١٣٩١ کال کې يې پنځه سوه نهه ويشت زره څلورسوه تنه دليک لوست دزده کړى په  کورسونو کې جذب کړي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته