امنیت

په افغانستان دپاکستاني پوځيانو راکټي بريدونه او دتوپونو ډزې دوام لري

 کابل باختردلړم دمياشتې ٢٩ :
دافغانستان دختيځ په ځينو سيمو دپاکستاني پوځيانو  دتوپونو ډزې   او راکټي بريدونه  دپخوا په شان دوام لري .
دنويو رارسيدلو خبرونوله مخې :  له تير ماښام څخه تر نن سهار پورې   دکونړ او نورستان دولايتونو  په ځينو سيمو   په لسګونو توغندي لګيدلي دي.
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان  دباختر آژانس  خبريال ته وويل :  چې دغو بريدونو دنورستان ولايت په مربوطاتو کې دسر زيان نه دى اړولى  خو دسيمې اوسيدونکو ته  يې مالي تاوان اړولى دى .
خو دنورستان ولايت دکامديش  ولسوالۍ  يو قومي مشروايي چې تيره شپه  ددغو بريدونو په بهيرکې دوه تنه ملکي وګړي  ټپيان شوي دي.
ټپيان ديوې کورنۍ غړي دي او د دوى په کور دتوغندي دلګيدو له امله ټپيان شوي دي .
دکونړ ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالحبيب سيدخيل  په دغه ولايت  دلسګونو توغنديو لګيدل تائيدوي خو وايي  چې دغو بريدونو دسرزيان نه دى اړولى .
دکونړولايت  دپوليسو دغه قوماندان وايي  چې  دغو راکټي بريدونو دسيمې اوسيدونکو ته زيات  مالي تاوان اړولى دى .
جنرال سيدخيل وايي چې دکونړ ولايت په ځينو سيمو  دپاکستاني پوځيانو ديو اړخيزو بريدونو دوام خلک  په تنګ کړي دي .
څه ناڅه  څلور کاله کيږي چې پاکستاني پوځيان دافغانستان دختيځ په ځينو سيمو راکټي بريدونه کوي . هغه راکټونه چې تراوسه پورې يې  يوسلو اويا تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده .
دپوځي قوماندانانو له خوا دوړاندې شميرنو له مخې   ددغو بريدونو له پيل څخه تراوسه پورې دکونړ  ، نورستان  اودپکتيادولايتونو په ځينو سيمو څه ناڅه شل زره توغندي لګيدلي دي.
تراوسه پورې  دپاکستان ددغو يو اړخيزو بريدونو په وړاندې  دافغان پوځيانو  اودافغانستان دخلکو تندو غبرګونونو اغيزه نه ده کړې .
دغه راکټي بريدونه تيره مياشت دکابل او واشنګتن ترمنځ دامنيتي تړون له لاسليک وروسته دڅه ناڅه يوې اوونۍ لپاره  بند شوي وو  خو دبيا له سره پيل شول.
دامريکا متحده ايالاتو له افغانستان سره په امنيتي تړون کې  ژمنه کړې ده چې  په افغانستان  دبهرني هېواد ديرغل په صورت کې به  دغه هېواد دافغان  پوځيانو ترڅنګ ودريږي او جدي ځواب به ورته وکړي  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته