امنیت

نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل- باختر د غبرګولى دمياشتې ٢٠
د کورنيو چارو وزارت مقامات وايي: نهه تنه وسله وال طالبان د هيواد په بېلابېلو سيموکې د پوليسو د امنيتي فعاليتونو په بهيرکې ووژل شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر دباختر آژانس خبريال ته خبر ورکړ: امنيتي ځواکونو د زابل ، هلمنداو د نيمروز د ولايتونو په مربوطاتوکې امنيتي فعاليتونه ترسره کړل چې له امله يې٩ تنه تروريست طالبان ووژل شول؛ يو تن يې ټپي او يو تن بل يې ونيول شو.
په دغو عملياتوکې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم تر لاسه شوي دي.
د يوبل خبرله مخې: د ملي پوليسو ځواکونو د کاپيسا ولايت په مربوطاتوکې د امنيتي فعاليتونو په بهيرکې د وسايطو ضد دوه ماينونه کشف او شنډکړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته