ټولنه

ډاکتر کمال سادات : ځوانان دې بايد يو موټي شي او په ملي کارونوکې کارنده ونډه واخلي .

کابل باختر د کب  ديارلسمه :
دځوانانو دلازيات پيوستون  او دځوانانو دملي شبکې دجوړولو په مقصد داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين ډاکتر کمال سادات په دې وروستيو  وختو کې دنيمروز ولايت ته سفر وکړ .
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين دباختراژانس خبريال ته وويل  چې دغه ولايت ته دده دسفر موخه دځوانانو ترمنځ همغږي  او دهغوى لازيات پيوستون  او په ملي کارونوکې دځوانانو دنظريو شريکول او همغږي کول و .
ده زياته کړه دنيمروز ولايت له ځوانانو څخه يې غوښتي دي چې دولايت ، ولسواليو او کليو په کچه دځوانانو ملي شبکه جوړه کړي  او دځوانانو دچارو په معينيت کې دې  ثبت او په فعاليت دې پيل وکړي .
دځوانانو دچارو معين څرګنده کړه چې دنيمروز ولايت ته  ددغه سفر په بهير کې  يې له ځوانانو سره په غونډه کې  دتاپي  پروژې   دګټو په تيره بيا ځوانانو ته دکار دپيداکولو په باب معلومات وړاندې کړي او ټينګار يې کړى دى چې بايد دهغو ولايتونو ځوانان چې دتاپي پروژې  په تګلوري  کې دي په خپله خوښه ددغې پروژې  د امنيت په تامينولو کې همکاري وکړي .
دغه راز دځوانانو دچارو معين زياته کړه چې دځوانانو دلاپيوستون او سمون په موخه  يې ولايتونو ته دسفر لړۍ پيل کړې ده او له نيمروز  وروسته به دکونړ ولايت ته سفر وکړي .
ده  څرګنده کړه چې ځوانان بايد يو موټي شي او  په ملي کارونوکې  دې کارنده ونډه واخلي .
  ختم- عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته