امنیت

د جوزجان يو اوسيدونکي له خپلې لور سره ووژل شو

کابل _ باختر دکب دمياشتي اتمه :
دجوزجان ولايت په مربوطاتو کې تيره شپه يوملکي سړى  له خپلې پنځه کلنې لور سره ووژل شو .
  دمنګجک  ولسوال سراج الدين فطرت باختراژانس ته وويل سفر محمد اوپنځه کلنه لور يې دناپيژندل شويو وسله  والو کسانو له خوا ددغې ولسوالۍ په سفرولي کلي کې په ډزو سره ووژل شو .
خبرځاى زياته کړه وژل شوي سړى پخوا دمنګجک  ولسوالۍ په قزل  اياق کلي کې دکلي دمشر په توګه دنده ترسره کوله .
ويل کيږي چې دپيښې  په اړوند تراوسه پوري څوک نه دى نيول شوي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته