کابل باختر د وري دمياشتې ٤ :
د هېواد يو جيد عالم مولوي عبدالرووف په لوګر ولايت کې وفات شو.
دغه ديني عالم د هغې ناروغۍله امله چې ور پيښه شوې وه؛ د ٧٠ کلنى په عمر تېره شپه وفات شو.
مولوي عبدالرووف د لوګر ولايت د څرخ ولسوالۍ د نيشار د کلي په يوه روحاني او روښانفکره کورنۍ کې وزيږيد او د هېواد په دننه او بهرکې د ديني علومو له زده کړې وروسته د جيدعالم مقام ته ورسيد او د خپل ګران عمر څه ناڅه ٥٠ کاله يې د هېواد د ځوانانو او د ديني علومو د مينه والو د ښوونې او روزنې په لاره کې تير کال او زيات عالمان يې د روحانيت ټولنې ته وړاندې کړل.
ده دخپل ژوندانه په دوران کې وغوښتل چې مسلمانان د اسلامي اخوت او دسوله ييز ژوندانه او په اسلامي ګاڼه سمبال کړي.
د ده مړينه يوه ستره ضايعه ده او د لوګر ولايت خلک اروښاد ته د فردوس جنت او پاتې کسانو ته يې دجميل صبرهيله کوي.
2 1 دقیقه لوستل